استنبول۔26نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ترك كاروباري شخصياتو زور راوړے دے چې هغوي دې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ له موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولو سره د توان په څانګه او په خاص توګه د تجديد وړ وسيلو كښې سرمايه كاري وكړي٬ د پاكستان حكومت به په دې لړ كښې په زړه پورې مرسته كوي۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ په استنبول …
ترك كاروباري شخصيات دې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ له موقعو څخه ګټه پورته كولو سره د توان په څانګه كښې سرمايه كاري وكړي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
استنبول۔26نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ترك كاروباري شخصياتو زور راوړے دے چې هغوي دې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ له موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولو سره د توان په څانګه او په خاص توګه د تجديد وړ وسيلو كښې سرمايه كاري وكړي٬ د پاكستان حكومت به په دې لړ كښې په زړه پورې مرسته كوي۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ په استنبول كښې د تركيه نوموړو كاروباري شخصياتو سره ملاقات كښې وكړه۔ وزیراعظم سره ملاقات د پاک یاتریم، انادولو ګروپ، زورلو اینرجی، البېرک او د ګوریس ھولډنګز پلاويو د دې كمپنيو مالكانو او سي اي اوز په مشرۍ كښې وكړه۔ وزيراعظم د پاكستاني معشيت په پرمختګ كښې په پاكستان كښې د كار كوؤنكو ترك كاروباري ادارو كردار وستائلو۔ وزيراعظم په كاروباري شخصياتو زور راوړو چې هغوي دې پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي۔ ده هغوي ته د پاكستان حكومت لخوا د بشپړې مرستې باورهم وركړو۔ ترك كاروباري شخصياتو د وزيراعظم د دې اقدام ستائنه كولو سره وكړه او دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو ته وده وركولو كښې خپل كردار ترسره كولو له يۍ د عزم پخلې وكړو۔










