کوئټه ۔ 25 نومبر(اے پی پی) صوبائي داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو چیئرمین جوائنټ چیف آف سټاف جنرل ساحر شمشاد مرزا او چیف آف دی آرمی سټاف جنرل سید عاصم منیر ته مباركي وركړې ده او د دوي نوؤ ذمه وارو لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل د پوځ نوي مشران دې هېواد ته د پېښو خطرو سره سره د ترهګرۍ عفريت ختمولو له خپل …
صوبائي داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو جنرل ساحر شمشاد مرزا او جنرل سيد عاصم منېر ته مباركي وركړه
کوئټه ۔ 25 نومبر(اے پی پی) صوبائي داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو چیئرمین جوائنټ چیف آف سټاف جنرل ساحر شمشاد مرزا او چیف آف دی آرمی سټاف جنرل سید عاصم منیر ته مباركي وركړې ده او د دوي نوؤ ذمه وارو لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل د پوځ نوي مشران دې هېواد ته د پېښو خطرو سره سره د ترهګرۍ عفريت ختمولو له خپل كردار ترسره كړي۔ داخله وزير هيله څرګنده كړه چې جنرل عاصم منير او جنرل ساحر شمشاد مرزا به د خپلو ذمه وارو په غاړه اخستو سره د هېواد او ملت په غوره ډول خذمت روان اوساتي۔ مير ضياﺀ الله لانګو جنرل قمر جاوېد باجوه ته د خپلې 6 كلنې مودې په ترسره كولو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل جنرل باجوہ د آرمي چيف په توګه د خپلې وظيفې ترسره كولو په مهال د قدر وړ هلې ځلې كړي۔ ده پاكستان او منطقه كښې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د لارښودنې كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې سوېلين حكومت او ادارو سره د هغه مرسته د قدر وړ ده۔










