پېښور ۔24 نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي د صوبې او مركز ترمينځه اړيكې او د ضم شوو ضلعو انفراسټركچر بحالۍ پشمول د پوهنتونونو مالي چارو ښه والې ته به پام لرنه كوو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر په حېث د سوګند پورته كولو په موقع خبريالانو سره خبرو كښې حاجي غلام علي په ټاكلے كېدو په خاص توګه د جمعيت علماﺀ اسلام لارښود مولانا …
د صوبې او مركز ترمينځه اړيكې او د ضم شوو ضلعو انفراسټركچر بحالۍ پشمول د پوهنتونونو مالي چارو ښه كولو ته به پام لرنه كوو٬ ګورنر حاجي غلام علي
پېښور ۔24 نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي د صوبې او مركز ترمينځه اړيكې او د ضم شوو ضلعو انفراسټركچر بحالۍ پشمول د پوهنتونونو مالي چارو ښه والې ته به پام لرنه كوو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر په حېث د سوګند پورته كولو په موقع خبريالانو سره خبرو كښې حاجي غلام علي په ټاكلے كېدو په خاص توګه د جمعيت علماﺀ اسلام لارښود مولانا فضل الرحمن او د پي ډي اېم ګوندونو مننه كولو سره ووئيل د خېبر پښتونخوا په تاريخ كښې په اولني ځل ګورنر د جے يو آئي څخه راغلے۔ ده ووئيل د صوبې او مركز ترمينځه د لرې والي د لاسه معيشت ته ډېر زيات زيان رسي ٬ د هېواد او قوم وخت ضايع كېږي۔ ده ووئيل غواړم چې ځان د وفاق نمائنده وګڼم او صوبه دې هم د يو سياسي كاركن په حېث ما خپل نمائنده تسليم كړي دغسې چې د آئين او قانون له مخې مخ په وړاندې لاړ شوو۔ ده ووئيل صوبې ته د پېښو مسئلو حل له به ټولې وسيلې كارولې شي۔ حاج غلام علي ووئيل د فاټا ضم كېدو نه وړاندې چې قبائلي اولس سره كوم لوظونه شوي وو د هغې پالل لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل د صوبې كوم سركاري پوهنتونونه چې دا مهال مالي ستونزو سره مخ دي د هغوي مسئلې حل كول د وخت مهم ضرورت دے ٬ د ګورنر په حېث د پوهنتونونو د مالي چارو بهترۍ له به هڅې روانې ساتلې شي۔ ده ووئيل د صوبې ټول سياسي ګوندونه به ځان سره روان ساتو٬ د يو بل د مخې نيولو سياست بايد ختم كړے شي دغسې چې صوبه پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل آئين او قانون چې ماته كوم اختيارات راكړې د هغې له مخې به صوبائي حكومت سره ريلېشن شپ په ځائې ساتم











