د تھائي پوهنتون د سعودي ولي عهد لپاره د ډاكټريټ اعزازي ډګري وركړه

بنكاك 20 نومبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان له كوټلي پرمختګ لپاره د زمكي علم په څانګه كښې د تھائي لينډ كيسيټارټ پوهنتون د اړخه د ډاكټريټ اعزازي ډګري وركړې شوي۔د سعودي خبررسني ادارې له مخې د تھائي لينډ دورې په مهال د سعودي ولي عهد د پوهنتون صدر ډاكټركريساناپونګ كيراتيكار سره ملاقات كړې په دې مهال د ماحوليات په اړه د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان اقدامات ستائلو سره د مستقل پرمختګ پلو مثبت اقدام ګرځولو سره د ډاكټريټ اعزازي ډګري وركړې شوي۔ ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان د ماحوليات تحفظ په اړه پېښو چيلنجونو مخنيوي لپاره د هېواد اقدامات او هڅي رواني ساتلو باور وركړو۔په دې موقع د توان وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان بن عبدالعزيز، وزيرمملكت او د كابيني غړې شهزاده تركي بن محمد بن فهد بن عبدالعزيز، د كورنيو چارو وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود بن نايف، وزيرنېشنل ګارډ شهزاده عبدالله بن بندر بن عبدالعزيز ، خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان، وزيرمملكت او د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر مساعد بن محمد العيبان علاوه تھائي لينډ كښې د سعودي عرب سفيرعبدالرحمان بن عبدالعزيز السحيباني هم موجود وو۔