کیف 18نومبر (اے پي پي) یوکرین كښې د روس تازہ بريدونو په نتيجه كښې د هېواد بنيادي ډھانچے تباہ شوې چې له امله ئې يو كروړ كسان د برېښنا څخه محروم شوې دي۔ د فرانس خبر رسني ادارې له مخې صدر وولودیمیر زیلنسکی ووئيل دا مهال 10 ملیونه څخه زيات د يوكرين وګړي د برېښنا څخه محروم دي۔ده ووئيل اوډېسا، وینېټسیا، سومي او کیف سيمي تر ټولو زياتي ځپلې شوې دي۔ده ووئيل اړوند ادارې د برېښنا وركولو لپاره ټول وسائل كاروي۔