د جي۔20 هېوادونو د غونډې اعلاميه جاري كړې شوه

جکارته 16 نومبر (اے پي پي) په انډونيزيا كښې د جي-20 هېوادونو پد سمټ اختتامي اعلاميه جاري كړې شوې ۔ د تركيه خبر رسنې ادارې له مخې په اختتامي اعلاميه كښې د جولائي په 22مه نيټه په استنبول كښې د صدر رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې د يوکرائن، روسيه، ترکيه او ملګرو ملتونو ترمېنځه د يوكرائن د غلې برآمدي كهېپ د ترسره لوظنامې ذكر كولو سره ووئيل شول مونږ د تركيه او ملګرو ملتونو په ثالثۍ كښې په استنبول كښې د شوې لوظنامې هركلے كوٶ۔ د ډلو په دغه لوظنامه په بشپړه توګه٬ په وخت او په مستقل بنيادونو عمل درآمد د اهميت وړ دے۔ اعلاميه كښئ د ترکيه او د ملګرو ملتونو په ثالثۍ كښې په دغه لوظنامه د خوشحالۍ څرګندونه وشوه او دې خبرې ته پام وګرځولے شو چې دا لوظنامه مستقل پاتې كېدل ډېر اهميت لري۔ د اتومي وسلې استعمال د نه قبلېدو وړ ګرځولو سره په دې خبره زور رواړلے شو چې د شخړو به سوله ايز ډول مخنيوے د اهميت وړ دے، اوسنے دور د جنګونو نه دے ۔ اعلاميه كښې وئيلي شوي مونږ د غذائي تحفظ پهحقلړه په موجوده پېشرفت ژور تشويش لرو او په خاص توګه په دې موضوع د نازك حېثيت لرونكو هېوادونو لپاره په سمدستي توګه د اقدامات ضمانت وركړے شو