اعلی وزير محموود خان په باجوړ ضلع كښې د پرمختيائي منصوبو پرانسته وكړه

پېښور۔ 16نومبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان په باجوړ ضلع كښې د اربونو روپو ماليت پرمختيائي منصوبو پرانسته وكړه۔ هغه په 6 بېلو ځايونو كښې د 52.5 کلومیټر رابطه سړکونو د بنياد تېګه كېښودلو او د 12 پرائمری سکولونو ، 17 مډل سکولونو او د 17 ھائی سکولونو اپ ګرېډ كولو سره سره په سپورټس کمپلېکس خار كښې د بشپړ شوي هاكي ټرف ٬ فټبال ګراؤنډ …

پېښور۔ 16نومبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان په باجوړ ضلع كښې د اربونو روپو ماليت پرمختيائي منصوبو پرانسته وكړه۔ هغه په 6 بېلو ځايونو كښې د 52.5 کلومیټر رابطه سړکونو د بنياد تېګه كېښودلو او د 12 پرائمری سکولونو ، 17 مډل سکولونو او د 17 ھائی سکولونو اپ ګرېډ كولو سره سره په سپورټس کمپلېکس خار كښې د بشپړ شوي هاكي ټرف ٬ فټبال ګراؤنډ او هاسټل او په ناوګۍ كښې د رېسکیو 1122 بشپړ شوې ودانۍ پرانسته وكړه۔ په دې موقعه خبريالانو سره خبرو كښې اعلی وزير ووئيل په قبائلي ضلعو كښې د زده كړې موقعې وركولو په بېړني بنيادونو ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل مونږ د ضم شويو ضلعو پرمختيائي بجټ 24 اربه روپو څخه زياتولو سره 64 ارب ته رسولې دې۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د پخوانۍ فاټا خاصه دار فورس او پراجېكټ ملازمين مستقل كړې دي۔ ده ووئيل ډېر زه به په باجوړ كښې د پوهنتون د بنياد تيګه كېږدؤ۔ ده ووئيل په ضم شويو ضلعو كښې د پرمختګ دور پېل شوے دے۔ ده ووئيل صوبائي حكومت سركاري خزانې څخه د صحت كارډ مصاريف پورته كوي۔