اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د کل جماعتی حریت کانفرنس آزاد جموں و کشمیر څانګې کنوینر محمود احمد ساغر په جی 20 هېوادونو زور راوړے دے چې هغه دې د كشمير شخړې هواري له خپل كردار ترسره كړي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې محمود احمد ساغر په اسلام آباد كښې جاري كړي خپل يو بيان كښې وئيلي چي د انډونیشیا په بالي جزيره كښې د جي 20 هېوادونو په غونډه …
جي 20 دې د كشمير شخړې هواري له خپل كردار ترسره كړي٬ محمود احمد ساغر

مزید خبریں
اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د کل جماعتی حریت کانفرنس آزاد جموں و کشمیر څانګې کنوینر محمود احمد ساغر په جی 20 هېوادونو زور راوړے دے چې هغه دې د كشمير شخړې هواري له خپل كردار ترسره كړي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې محمود احمد ساغر په اسلام آباد كښې جاري كړي خپل يو بيان كښې وئيلي چي د انډونیشیا په بالي جزيره كښې د جي 20 هېوادونو په غونډه كښې ګډون كوؤنكو لارښودو له به د دې حقيقت ادراك كول وي چې د شخړو د هواري نه غېر مرسته ٬ پرمختګ او سوكالي امكان نه لري۔ محمود احمد ساغر د جي 20 هېوادونو مشرانو ته د استولي شوي خپل اوسني خط حواله وركولو سره ووئيل هند كوم چې د كشميري اولس بنيادي سياسي او بشري حقونه غصب كړي دي د جي 20 راروانه غونډه په نړيواله كچه متنازعه منلې شوې سيمه كشمير كښې د كولو منصوبه بندي كوي چې مقصد يۍ كشمير څخه د نړۍ پام بلخوا ګرځول او د كال 2019 اګست مياشتې 5 نېټې غېر قانوني اقداماتو ته قانوني حېثيت وركول دي۔ ده زياته كړه چې كشميرې اولس هيله لري چې د جي 20 هېوادونه به د كشمير متنازعه حېثيت په نظر كښې نيولو سره په هندي حكومت زور راوړي چې هغه د سرمشريزې غونډې ځائې بدل كړي۔ ده ووئيل هيله لرؤ چې د جی 20 هېوادونه به كومو چې په كشمير د ملګرو ملتونو د قراردادونو په حق كښې رائې وركړې وه به د هندي پروپېګنډې نه متاثر نه شي او هند سره به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د دې شخړې په حل كولو خبره وكړي۔









