امريكا په يوكرېن د روسي تازه توغنديز بريدونه وغندل

واشنګټن ۔16نومبر(اے پی پی) امریکا په يوكرېن د روسیې تازه توغندیز بریدونه غندلي او يوكرېن لپاره يۍ د خپل ملاتړ پخلې كړې دې۔ د سعودي عربستان د خبري اژانس د راپور له مخې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان په خپله وینا کښې ویلي چې امریکا په يوكرېن د روسیې د توغندیز بریدونو په کلکه غندنه كوي په كومو كښې چې د يوكرېن په پلازمينه كېف او د هېواد په نورو برخو كښې د استوګنې ځايونه په نښه كړې شوي دي۔ ده ووئيل روسيه د ګردې نړۍ خلقو ژوند او معاش خطر سره مخ كوي۔