جي-20 هېوادونه دې د عصري چېلنجونو په ګډه مقابله وكړي٬ شريك سباون٬ د امن وده٬ پرمختګ او د شريكې مرستې د ملاتړ لاره خپلول پكار دي۔ د چين صدر د جي-20 مشرانو غونډې ته وېنا

جکارته 15 نومبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي ټولو هېوادونه له د عصري چېلنجونو په ګډه مقابله كولو سره د انسانانو شريك سباون٬ د امن ودې ٬ پرمختګ او د شريكې ګټورې مرستې د ملاتړ كولو لاره خپلول پكار دي۔ د انډونيزيا په بالي ښار كښې د جي-20 مشرانو غونډې ته خپلې وېنا كښې ده په غړو هېوادونو زور رواړو چې ھغوي د ټولو قامونو پرمختګ، د ژوند بهترۍ او د ګردې نړۍ پرمختګ ته وده وركولو لپاره يو مثال جوړ كړي۔ ده نړيوال پرمختګ لپاره درې تجويزونه وړاندې كولو سره ده ووئيل مونږ له نړيوال پرمختګ لا جامع٬ ټولو لپاره ګټور او لا قوي كول پكار دے۔ ده ووئيل د بالي سمټ تھيم “شريكه بحالي ، مستحکم بحالي” د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ملاتړ او د غېر متوازنه نړيوالې بحالۍ لاره نيولو لپاره د جي-20 عزم يو مثبت پېغام دے۔ ده ووئيل مونږ له اقتصادي بحالۍ لپاره يوه نړيواله شراكتداري جوړول، پرمختګ ته ترجيح وركول او اولس ته سهولتونه باوري كولو ته اړتيا ده، ده ووئېل پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته ورمخئ ته ستونزې په ذهن كښې ساتل او د دوي اندېښنې تر نظره ساتل پكار دي۔ ده ووئيل چين د افريقائي ائتلاف په جي-20 كښې د ګډون ملاتړ كوي۔ په دې موقع د چين صدر په ټولو ډلو زور چې ھغوي د كرونا وائرس په ضد نړيواله مرسته لا قوي اوساتي دغسې چې معاشي بحالۍ لپاره يو بهتر ماحول جوړ كړے شي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې چين به جدت پسندۍ پلو تللو سره نړۍ ته لا موقعې وركوي، نړيوالې مرستې لپاره به قوي اقدامات كوي او په انساني پرمختګ كښې به زياته برخه اچوي