د انډونيشيا په بالي جزيره كښې د جي 20 تنظيم كلنه سر مشريزه غونډه پېل شوه

جکارته ۔15نومبر(اے پی پی) د انډونيشيا په بالي جزيره كښې د جي 20 تنظيم كلنه سر مشريزه غونډه پېل شوې٬ په كومه كښې چې د نړيوال اقتصاد په بحالۍ ٬ د روغتيا په نړيوال نظام او موسمياتي بدلون سره په اړوندو چارو به د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د 2 ورځنۍ سرمشريزې غونډې سرخط’’ ریکور ټو ګېدر،ریکور سټرونګز‘‘ دے۔ د غونډې كوربتوب انډونيشيا كوي۔ جي 20 تنظيم په كال 1999 كښې جوړ شوے ؤ كوم چې مالي او اقتصادي چارو لپاره د نړيوالې مرستې مركزي فورم دے۔ دا د 19 هېوادونو سره سره په اروپائي يونين مشتمل دے په كوم كښې چې ارجنټائن، آسټریلیا، برازیل، کاناډا ، چین، فرانس، المان، هند ٬ انډونيشيا ، اطاليا ، جاپان، میکسیکو، روسيه، سعودی عربستان، سوئيلي افريقا ، سوئيلي كوريا ، ترکیه، برطانیه او امريكا شامل هېوادونه دي۔