د ايران خارجه وزير عبداللهيان د اروپائي ائتلاف اعلی سفارتكار سره ټېلېفوني تماس

تهران ۔15نومبر (اے پی پی) ايراني خارجه وزير د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو او سلامتيا پالېسۍ اعلی سفارتكار جوزف بوریل سره ټېلېفوني تماس نيولے ۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د ايران خارجه وزير حسېن امیر عبداللهیان او د اروپائي ائتلاف اعلی سفارت كار جوزف بوریل ترمينځه ټېلېفوني تماس نيولے شوے په كوم كښې چې د ويانا خبرو اترو په پېش رفت ٬ ايران او د نړيوالې جوهري توان ايجنسۍ ٬ په ايران د بندېزونو ختمولو او مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې