ملګري ملتونه ۔ 15 نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د روسيه په ضد يو قرارداد منظور كړے په كوم كښې چې روسيه ته وئيلې شوي چه هغه يوكرېن سره د جنګ په مهال د نړيوال قانون خلاف ورزۍ په كولو د جنګي معاوضې ادائيګۍ لپاره ځواب وركوؤنكے ګرځولے شوے۔ 193كسيزه عمومي اسمبلۍ كښې د 57 هېوادونو لخوا د وړاندې كړې قرارداد په حق كښې 94 رائے رامخې ته شوي او د روسيه ٬ چين ٬ كيوبا ٬ مالي او اېتھوپيا په شمول 14 هېوادونو د دې مخالفت كړے۔ بلخوا د پاكستان په شمول 73 غړو د رايې شمېرې په عمل كښې برخه وانغسته۔ د رايو شمېرې عمل كښې د برخې نه اغستو په اړه پاكستاني استازي ګل قېصر ووئيل پاکستان د كلېمز كمېشن جوړولو ملاتړ كوي خو داسې كومه تګلاره بايد په مضبوطو قانوني بنيادونو اډانه وي۔ ده ووئيل دا قرارداد د بنيادي قانوني غوښتونو په بشپړه ډول ترسره كولو كښې ناكامه راغلے۔ پاكستاني استازي ووئيل د ملګرو ملتونو د چارټر مقصد او اصولو پابندي ضروري ده۔ ده زياته كړه چې د ملګرو ملتونو د نظام قانوني حېيثت باوري كولو له بلكې د نړيوال قانون سختو خلاف ورزو مخنيوي لپاره احتساب او انصاف هم بايد مضبوط كړے شي۔ ده ووئيل دا مهال تر ټولو وړمبۍ ترجيح د دښمنۍ ختمول او د خبرو اترو بحالول دي۔ په اسمبلۍ كښې قرارداد وړاندې كولو سره د يوكرېن سفير په دې خبره زور راوړو چې د نړيوال قانون خلاف ورزۍ په كولو دې روسيه ځواب وركؤنكے وګرځولے شي