جکارته 15 نومبر (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف كمېشن مشر چارلس مچل د ترکيه په استنبول ښار كښې د ترهګرۍ د بريد په اړه وئيلې دي اروپائي ائتلاف د تركيه اولس سره ولاړ دے او د ترهګرۍ په ضد شريكې هلې ځلې د اهميت وړ دي۔ د ترکيه خبر رسنې ادارې له مخې چارلس مچل په انډونيزيا كښې د جي-20 هېوادونو د سمټ په مهال په پرېس بريفنګ كښې ووئيل مونږ د دې پېښې نه سمدستي وروستو د تركيه اولس له د غمرازي او د مرستې پېغام وركړے ٶ٬ دا صورتحال د ترهګرۍ په ضد هلو ځلو له د شريكو هڅو مظهر دے٬ د ترهګرۍ په ضد په ګډه د هلو ځلو د اهميت ذكر كولو سره چارلس مچل ووئيل د هر ډول ممكنه بريد مخنيوي لپاره د استخباراتي سروسز ترمېنځه په هره كچه مرسته لازمي ده۔ ده ووئيل مونږ په هر ځائےد دې مرستې او هلو ځلو څرګندونه كول غواړو ٬ په دې لړ كښې د اروپائي ائتلاف موقف قوي او اټل دے