د استنبول چاٶدنې په ضد د غندنې قرارداد په پنجاب اسمبلۍ كښې جمع كړے شو

لاهور 15 نومبر (اے پي پي) د ترکيه په استنبول ښار كښې د ترهګرۍ بريد په ضد د غندنې قرارداد په پنجاب اسمبلۍ كښې جمع كړے شوے٫ قرارداد د مسلم ليګ(ن) غړې حنا پروېز بټ لخوا د نهې په ورځ جمع كړے شوے چې پكښې وئيلي شوي دا ايوان په استنبول كښې د بريد په سختو ټكو غندنه كوي او په بريد كښې د ژوبل شوو او د حق رسېدليو …

لاهور 15 نومبر (اے پي پي) د ترکيه په استنبول ښار كښې د ترهګرۍ بريد په ضد د غندنې قرارداد په پنجاب اسمبلۍ كښې جمع كړے شوے٫ قرارداد د مسلم ليګ(ن) غړې حنا پروېز بټ لخوا د نهې په ورځ جمع كړے شوے چې پكښې وئيلي شوي دا ايوان په استنبول كښې د بريد په سختو ټكو غندنه كوي او په بريد كښې د ژوبل شوو او د حق رسېدليو كورنيو سره د يووالي او همدردۍ څرګندونه كوي٬ دا ايوان د تركيه صدر رجب طيب اردوان او د تركيه قام سره غمرازي او د خواخوږۍ څرګندونه كوي ٬ په قرارداد كښې وئيلي شوي د پاكستان قام د تېرو شلو كالو راهسې د ترهګرۍ په ضد جنګ كوي٬ د پاكستان قام د تركيه خپلو وروڼو په غم كښې برابر شريك دے او دا ايوان د هر ډول ترهګرۍ د پېښو په سختو ټكو غندنه كوي