يواے اي، د دبئۍ په نوموړي فېسټيول سټي مال كښې د اور لګېدو پېښه

دبئۍ 15 نومبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات په دبئي كښې په نوموړي فېسټيول سټي مال كښې د اور لګېدو پېښه رامخې ته شوې۔ د عرب ميډيا له مخې د دبئۍ سول ډيفنس چارواكو په دې لړ كښې ويلي چې د اور لګېدو له امله د كوم ځائي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ له بلې خوا چارواكو د اور لګېدو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.