نوے ډيلے 15 نومبر (اے پي پي) د هند په مېزورام ايالت كښې د درنګ كېښناتو پېښې له امله 8 خواري كښ مړه او څلور بې دركه شوي۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د نېشنل ډيزاسټر رېسپانس فورس (اېن ډي آر اېف) چارواكو وويل چې پېښه په نتهيال ضلع كښې رامخې ته شوې چرته چې رېسكيو اهلكار د مرستې په كاروائيو كښې مصروف دي او د ملبې څخه اته مړي رېسكيو كړې شوي او نور څلور تر دې دمه بې دركه دي۔