ملګري ملتونه 15نومبر(اے پی پی) د نړۍ د نفوس شمېر د نهې په ورځ 8 اربه ته ورسېده۔ د المان خپرونې ادرې له مخې ملګرو ملتونو د نفوس كلنې نړيوالې ورځې په مناسبت سره رپورټ جاري كړی دې۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په كال 2030 كښې به د نړۍ د نفوس شمېره 8 نيم اربه ٬ په 2050 كښې به 9.7 اربه او په كال 2100 كښې به 10.4 اربه ته ورسي۔ په رپورټ كښې د نړۍ د نفوس شمېرې 8 اربه ته رسېدل د بشري پرمختګ په لاره كښې يو مهم سنګ ميل ګرځولے شوے دے۔ بياهم دا ويلي شوي دي چې د كال 1950 څخه وروسته د نړۍ د نفوس شمېره تر دې دمه ډېر سست رفتار سره مخ په وړاندې روانه ده تر دې چې په كال 2020 كښې په دې رفتار كښې يو فيصد كمې رامخې ته شوې دې۔ رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د نفوس شمېره د 7 اربه نه 8 اربه ته رسېدو كښې 12 كاله ولګېدل او د دې 9 اربه ته رسېدو كښې به نزدې 15 كاله ولګي كوم چې د دې د سست رفتار عكاسي كوي۔ په رپورټ كښې ويلې شوي چې په كال 2022 كښې د نړۍ تر تولو زيات نفوس لرونكي 2 آسيائي هېوادونه پاتې شوي۔ د رپورټ له مخې په كال 2022 كښې 1426 ملين نفوس لرونكې چين د نړۍ اولنې او هند د دغې نه لږ كم 1412 ملين نفوس لرونكې دوهم لويې هېواد ګرځولې شوې۔ ملګرو ملتونو پېش ګويي كړې چې تر كال 2050 به د نړۍ په نفوس كښې د مجموعي اضافې نيمه تر 8 هېوادونو محدود وي په كومو كښې چې پاکستان، هند ٬ کانګو، مصر، ایتھوپیا، نائجیریا، فلپائن او تنزانيه شامل ده۔ د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې هند به تر ټولو زيات نفوس لرونكې هېواد چين وروستو پرېږدي٬ په كال 2023 كښې به هند د نړۍ تر ټولو زيات نفوس لرونكې هېواد جوړ شي۔