ایران ۔15نومبر(اے پی پی) اروپائي ائتلاف د مظاهرچيانو په ضد د كرېك ډاؤن په كولو د ايران د کورنیو چارو وزیر، د انقلابي ګارډ مشر او د دولتي ټلویزیون پرېس په ګډون په 29 کسانو او 3 تنظيمونو د نوې بندېزونو لګولو اعلان كړې دې۔ د سعوي خبري اژانس له مخې د اروپائي ائتلاف د خارجه پالېسۍ مشر جوزف بورېل په خپل يو جاري بيان كښې وئيلي چې تنظيم په ايران كښې د مظاهرچيانو په ضد د نه قبلولو وړ تشدد غندنه كوي٬ مونږ ايراني اولس سره ولاړ يؤ او د دوئي د سولييز احتجاج حق ملاتړ كوؤ۔ اروپائي ائتلاف د ايران د كورنيو چارو وزير احمد وحيدي هم د بندېزونو په فهرست كښې نومولې دې كوم چې د قانون نافذ كوؤنكو ځواكونو (اېل ای اېف) انچارج دے۔ دا بندېزونه چې په كومو عهدېدارو لګولې شوي دي هغوي به د اروپائي ائتلاف غړو هېوادونو سفر كولې نه شي٬ په اروپا كښې به د دوئي اثاثې كنګل كړې شي او د اروپائي ائتلاف وګړي او كمپنۍ به دوئي او ايراني ادارو سره كوم ډول مالي معامله كولې نه شي۔