په كابل كښې د او آئي سي د سفارتي مشن نوې ودانۍ پرانسته٬ د تنظيم عمومي سېكتر خاص استازي ګډون وكړو

کابل۔14نومبر(اے پی پی) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د اسلامي مرستې تنظيم سفارتي مشن نوې ودانۍ پرانسته وشوه۔ د سعودي خبري اژانس له مخې د تنظيم د عمومي سېكتر نيابت كولو سره طارق علي بخيت ووئيل او آئي سي د افغانستان د ملاتړ په لوظ ولاړه ده او خپل دا لوظ به ترسره كوي۔ په دې موقعه په كابل كښې د او آئي سي دفتر ډائرېكټر ډاكټر محمد العياش ووئيل د او آئي سي مشن مقصد په چېلنجونو قابو موندلو كښې د افغانستان مرسته كول دي۔ د افغانستان د خارجه چارو وزير امير خان متقي په خپل خطاب كښې ووئيل افغان چارواكي به او آئي سي ته ټولې مطلوبه آسانۍ وركوي۔ په دستوره كښې د جنرل سېكرټرېټ پلاوي د سياسي چارو مرستيال عموي سېكتر یوسف الصبیحی په مشرۍ كښې ګډون كولو۔ د اسلامی مرستې تنظيم (او آئی سی) عمومي سېكتر استازي طارق علي بخيت د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي او د انصاف وزير عبد الحكيم شريعي سره جلا جلا ملاقات وكړو او ده سره يۍ په سياسي ٬ قانوني بشري او اقتصادي مسئلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه د او آئي سي غړو هېوادونو سفارتي مشنونو مشران ٬ د ملګرو ملتونو ٬ اروپائي ائتلاف او د نورو نړيوالو تنظيمونو استازي موجود وو۔