استنبول۔13نومبر(اے پی پی) د تركيه استنبول ښار په استقلال ايونيو كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 50 نه زيات ژوبل شوي دي۔ د نړيوال خبري اژانس له مخې د اتوار په ورځ د تركيه استنبول ښار په استقلال ايونيو كښې يوه زوره وره چاؤدنه وشوه ٬ په ابتدائي توګه په دې پېښه كښې د 6 كسانو د مړه كېدو او د 50 ژوبل كېدو اطلاعات ترلاسه شوي دي۔ د سوشل ميډيا صارفينو وېنا ده چې ايونيو ته تلونكې لارې بندې كړې شوي دي۔ د چاؤدنې نه وروستو په ښار كښې يره خپړه شوه٬ وګړو د مرستې لپاره چغې پېل كړې ٬ پولیس، فائر برېګېډ او رېسكيو ډلو د پېښې ځائې ته رسېدو سره د مرستې كارروايۍ چمتو كړې دي۔ د تركيه صدر رجب طيب اردګان دا پېښه د غدارۍ يو بريد ګرځولو سره ووئيل دې كښې ككړ كسان به سزا سره مخ كولې شي۔ ده ووئيل ترك اولس به چرې ترهګرو ته سر ټيټ نه كړي۔ ده ووئيل د استنبول ګورنر څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې په چاؤدنه كښې 6 كسان مړه او نور 53 كسان ژوبل شوي دي۔ ترك صدر په چاؤدنه كښې د ژوبل شويو د ټولو ممكنه درملنو باوري كولو هدايت كړې۔ دا خبره دې ياده وي چې تركيه د كال 2015 او 2017 ترمينځه د كالعدم كرد ډلو لخوا د بمي چاؤدنو نښه جوړه كړې شوې وه۔ د سركاري خبري اژانس انادولو رپورټ كښې وئيلي شوي چې د چاؤدنې د پلټنيو كار 5 پراسېكيوټرز ته سپارلے شوے دے۔