په نائيجېريا كښې د تېلو په ټينكر كښې چاودنه٬ 11 كسه مړه

ابوجا 11نومبر (اے پی پی)په نائيجېريا كښې د تېلو په ټينكر كښې د چاودنې په نتيجه كښې 11 كسه مړه شوي۔د تركيې ابلاغ ذريعو د نائيجرين روډ سيفټي اېسوسي اېشن وياند بسي كاظم په اړه ووئيل ايټوبيا نيګبا هائي وے باندې يو ټرك د بل پلو څخه روان د تېلو ټانكر سره ټكر شوے چې په سبب يې د تېلو په ټانكر كښې د چاودنې له امله 11 كسه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔ده ووئيل په پېښه كښې په هائي وے 20 ګاډي وسوځېدل۔ده ووئيل د اور مړ كونكې عملې د رسېدو سره په اور قابو موندلے دے