په بلوچستان كښې د سېلاب له امله 336 كسان مړه ٬ 127 ټپيان شوي۔ د صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټي وياند

كوئټه11نومبر(اے پی پی) په بلوچستان كښې د سېلاب له امله د مړو شمېره 336 ته رسېدلې او د دوه نيم لكه څخه د زياتو كسانو كورونو ته زيان رسېدلې۔ د صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي وياند(پي ډي اېم اے) راپور له مخې د سېلاب له امله د دوه نيمه لكه څخه زياتو كورونو زيانمن كېدو سره سره څلور لكه څخه زيات څاروي مړه شوي۔ د سېلاب د لاسه د مړو شويو …

كوئټه11نومبر(اے پی پی) په بلوچستان كښې د سېلاب له امله د مړو شمېره 336 ته رسېدلې او د دوه نيم لكه څخه د زياتو كسانو كورونو ته زيان رسېدلې۔ د صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي وياند(پي ډي اېم اے) راپور له مخې د سېلاب له امله د دوه نيمه لكه څخه زياتو كورونو زيانمن كېدو سره سره څلور لكه څخه زيات څاروي مړه شوي۔ د سېلاب د لاسه د مړو شويو كسانو شمېره 336 ته رسېدلې۔ د سېلاب له امله په صوبه كښې 127 كسان ټپيان شوې هم دي۔ د پي ډي اېم اے له مخې سترو لارو ته زيان رسېدلې او 58 پلونه مات شوي ٬ دغسې د 4 لكه 75 زره څخه په زيات ايكړ ولاړ فصلون هم زيانمن شوي دي۔