سعودي عربستان ٬ د ګاډي اوښ سره د ټكر كېدو پېښه ٬ 5 ځوانان مړه

جدہ ۔11نومبر(اے پی پی)د سعودي عربستان په الافلاج سيمه كښې په ستره لاره د يو ګاډي اوښ سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 5 ځوانان مړه شوي دي۔ د سعودي خبري اژانس لمخې په الافلاج كښې يو اوښ د شپې په وخت سترې لارې ته راوتلو كوم سره چې يو ګاډې ټكر شو۔ د پېښې په نتيجه كښې په ګاډي كښې ناست 5 ځوانان اول سخت ټپيان شول كوم چې وروستو د هلال احمر د مرستې ډلې رارسېدو نه وړاندې په حق ورسېدل۔ دا خبره دې ښكاره وي چې الافلاج هائي وے يوه مهمه ستره لاره ده كوم چې حج او عمرې له تلونكي مسافر هم كاروي۔