واشنګټن۔10نومبر(اے پی پی) د امريكا د منځنۍ مودې ټاكنو كښی پاكستانے نژاد سلمان بھوجاني د ټېكساس اسمبلۍ غړے ټاكلے شوے۔ د امريكا د ابلاغ ذريعو د اړوندو چارواكو تر مخه وئيلي دي د منځنۍ مودې ټاكنو كښې سلمان بھوجاني د ټېكساس رياسي اسمبلۍ غړے ټاكلے شوے او د اولنيو نتيجو له مخې د پاكستاني نژاد امرېكن ډاكټر سلېمان لالاني هم د دې اسمبلۍ غړي ټاكلے كېدو امكان دے۔ دوي ووئيل علي سجاد تاج پرله پسې په درېم ځل د آرټیشیا ښار ميئر غوره كړے شوے ٬ هغه په كېلي فورنيا كښې د ډېموكرېټك ګوند ډيليګېټ هم دے۔ بلخوا په کنېټی کټ كښې د رياستي سېنېټ كانديد ډاكټر سعود انور ته د خپل حريف په مقابل كښې هم بريا ترلاسه ده