هند كښې د كورونا وائرس نور 1,016کېسونه رامخې ته شول

نوے ډيلے۔10نومبر(اے پی پی) په هند كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 1,016کېسونه رپورټ شوي چې ورسره په ګرد هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره زياتېدو سره 4 کروړه 46 لکه 63 زره 968 ته ورسېده۔ د چين خبري اژانس د هند د روغتيا وزارت حواله وركولو سره وئيلي چې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 1,016کېسونه رجسټرډ كړې شول۔ په دې مهال درې كسان مړه شوي هم دي چې ورسره د دې وائرس د لاسه په ګرد هېواد كښې د مړو شمېره 5 لکه 30 زره 514 ته ورسېده۔ بلخوا د تېرو 24 ساعتو په مهال نور 1,385 كسان د دې رنځ څخه ښه شول چې ورسره د ښه شويو مجموعي شمېره 4کروړ 41 لکه 20 زره 267 ته رسېدلې ده