پيانګ يانګ 08 نومبر (اے پي پي) شمالي کوريا روس له د وسلې وركولو د امريكې تورونه بے بنسټه ګرځولې دي۔ د فرانس خبررسني ادارې له مخې شمالي کو ريا سرکاري ميډيا سي اين اے رپورټ له مخې شمالي کوريا وئيلي دي چې د يوکرين جنګ كښې روس له د وسلي وركولو د امريكې تورونه رد كوو۔شمالي کوريا د قامي دفاع وزارت ملټري خارجه چارو نائب ډائريکټر خپل يو بيان كښې وئيلي چې شمالي کوريا او روس ترمينځه پرله پسې د وسلو د لين دين بے بنسټه ډنډوري كېږي۔ده ووئيل مونږ يو ځل بيا په ډاګه كول غواړو چې مونږ د روس سره چري هم د وسلو لين دين نه دې كړې او نه په سباؤن كښې دا ډول كومه منصوبه لرو۔