چين به د پاكستان مالي صورتحال مستحكمولو لپاره مرسته روانه ساتي۔د چين خارجه وزارت وياند

بيجنګ 07 نومبر (اے پي پي)د چين خارجه وزارت وياند ژاؤلي جيان وئېلي دي چين د پاكستان مالياتي صورتحال مستحكمولو لپاره د مرستې لپاره هر ممكنه هڅې كړي او سباؤن كښې به هم كوي۔د چين خارجه وزارت وياند ژاؤلي جيان بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل چين او پاكستان په سدابهار تزويراتي مرسته اډانه شراكتدار دي ٬موڼږ د شريك پرمختګ او په ستونزو قابو موندلو لپاره به شريكو هڅو كښې د يو بل مرسته كوو ۔ده ووئيل چين د پاكستان مالياتي صورتحال مستحكمولو كښې د مرستې لپاره هر ممكنه هڅې كړي او سباؤن كښې به هم كوي۔