پېښور 06 نومبر (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د سېلاب له امله په مجموعي توګه 120.2 اربه روپۍ زيان شوې دې چې پكښې 77.7اربه روپۍ پبلك سيكټر دغسې 42.5 اربه روپۍ زيان پرائيويټ سيكټر ته شوې۔د خېبرپښتونخوا د آبپاشي محكمې له مخې د آبپاشي په څانګه كښې 22.3 اربه روپۍ ، روډ سيكټر كښې 19.4 اربه روپۍ ، انرجي اينډ پاور سيكټر كښې 11.5 اربه روپۍ ، ايليمنټري اينډ سيكنډري …
خېبرپښتونخوا كښې د سيلاب له امله په مجموعي توګه 120.2اربه روپۍ زيان شوې۔د خېبرپښتونخوا د آبپاشي محكمه

مزید خبریں
پېښور 06 نومبر (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د سېلاب له امله په مجموعي توګه 120.2 اربه روپۍ زيان شوې دې چې پكښې 77.7اربه روپۍ پبلك سيكټر دغسې 42.5 اربه روپۍ زيان پرائيويټ سيكټر ته شوې۔د خېبرپښتونخوا د آبپاشي محكمې له مخې د آبپاشي په څانګه كښې 22.3 اربه روپۍ ، روډ سيكټر كښې 19.4 اربه روپۍ ، انرجي اينډ پاور سيكټر كښې 11.5 اربه روپۍ ، ايليمنټري اينډ سيكنډري ايجوكيشن سيكټر كښې 8.3 اربه روپۍ ، لوكل ګورنمنټ سيكټر كښې 6.7 او د آبنوشي په څانګه كښې 4.8 اربه روپو ماليت زيان شوې۔ د خېبرپښتو نخوا د آبپاشي محكمې له مخې سېلاب له امله حق رسيدليو كسانو كورنيو له 245 مليونه روپۍ دغسې ژوبل كسانو له 75 مليونه روپۍ د معاوضو په لړ كښې وركولې شي، سېلاب ځپليو له د كورنو په بحالۍ به 23.78 اربه روپۍ لګښت راځي ، سېلاب له امله يو لاكه 7 زره ايكړه روقبې ولاړ فصلونو ته هم زيان رسيدلې د كوم لپاره چې د معاوضے په وركولو به 16 اربه روپۍ خرڅ كولې شي دغسې دوه اربه روپۍ به د سېلاب له امله مړه شويو ځناورو معاوضې په لړ كښې وركولې شي۔









