د سعودي عرب په زياتره سيمو كښې د باران امكان دې۔د سعودي د موسمياتو قومي مركز

مدينه 06 نومبر (اے پي پي) سعودي عرب كښې د موسمياتو قومي مركز وئيلي دي چې د رارواني اوونۍ په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې د باران امكان دې۔ د سعودي خبررسني ادارې د موسمياتو قومي مركز په اړه ووئيل مدينه منوره، تبوك، الجوف، حدود الشماليه، مكه او قصيم كښې د رارواني اوونۍ په مهال د باران امكان دې۔د تيرو 24 ساعتونو په مهال تر ټولو زياته ګرمي په مكه كښې ريكارډ كړې شوي چرته چې درجه حرارت 36 ډګري سينټي ګريډ ريكارډ كړې شوې دغسې تر كم درجه حرارت طريف ښار كښې 11 ډګري ريكارډ كړې شوي۔