امريکا كښې د سياسي تشدد زياتېدو اندېښنه ده۔ جوبائيډن

واشنګټن 03 نومبر (اے پي پي) د امريکا صدر جوبائيډن وئيلي دي ځېنې ريپلكن د امريكائي انتخاباتو سالميت پحقله شكونه راپېدا كوي ٬ ځكه په هېواد كښې د سياسي تشدد زياتېدو اندېښنه ده۔ د امريکې د خپرونو ادارې له مخې جوبائيډن تېره ورځ د مېنځنۍ مودې د انتخاباتو پحقله د خپلې وېنا په مهال د امريكې وګړو څخه د سياسي تشدد او د ووټرانو ېرولو او دړكو وركولو په ضد د يو كېدو اپيل كولو سره وئيلي دي زه نن دلته ولاړ يم ٬ په امريكا كښې ګورنرۍ لپاره٬ كانګرېس لپاره، اټارني جنرل لپاره، خارجه وزير لپاره، د هر كچې چوكۍ لپاره كانديدان په مېدان كښې ولاړ دي، په دې كښې به يو شمېر كسان د د دې ټاكنو نتيجې د قبلولو لوظ نه كوي ۔ ده ووئيل د كال 2020 د صدارتي انتخابات نتيجې مسترد كوٶنكې او په ووټونو كښې د ټګۍ بې بنسټه تورونه لګوٶنكي ريپبلكنز دا ډول بيان بازۍ د لارې د ووټرانو او اهلكارو په ضد تشدد ته هوا وركولو لپاره كار كوي