د تحصيل چيئرمېن په چكدره كښې د سېلاب ځپليو سيمو دوره ٬ فصلونو او زمكو ته د رسېدلي زيان جاج يۍ واخست

كوز دير ، 03 نومبراے پی پی) د كوز دير د اينزئي تحصيل چيئرمېن سيد فېروز شاه ایډیشنل اسسټنټ کمشنر ادینزائی سره په ګوړه ګټ چكدره كښې د سېلاب ځپليو سيمو دوره كولو سره فصلونو ته د رسېدلي زيان جاج واخست۔ د كوز دير ضلعي انتظاميې له مخې كرونده ګرو زمكو او فصلونو ته د رسېدلي زيان او د دې سيمې يو وارې بيا د كر جوګه جوړولو په اړه …

كوز دير ، 03 نومبراے پی پی) د كوز دير د اينزئي تحصيل چيئرمېن سيد فېروز شاه ایډیشنل اسسټنټ کمشنر ادینزائی سره په ګوړه ګټ چكدره كښې د سېلاب ځپليو سيمو دوره كولو سره فصلونو ته د رسېدلي زيان جاج واخست۔ د كوز دير ضلعي انتظاميې له مخې كرونده ګرو زمكو او فصلونو ته د رسېدلي زيان او د دې سيمې يو وارې بيا د كر جوګه جوړولو په اړه تحصيل چيئرمېن او اېډيشنل اسسټنټ كمشنر ته ووئيل۔ تحصيل چيئرمېن ووئيل چې د ځپلې شويو زمكو بيا بحالۍ كار به زر تر زره پېل كړې شي او دا زمكې به يو وارې بيا د كر قابلې جوړې كړې شي۔ په دې موقعه نېبرهوډ کونسل چیئرمین عبد العزیز خان، وی سی تندو ډاګ چیئرمین ناصر خان، سینئر و رکر عارف حاجی ، سلمان خان ، حزب الرحمن ، یوتھ کونسلر طاهر شاہ او نور هم موجود وو۔