اترپردېش – په جومات كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې په ضد د مسلمانانو سخت احتجاج

نوے ډيلے ۔ 3 نومبر(اے پی پی) د هندي ايالت اترپردېش په شاه جهانپوره ښار كښې تېره ورځ د هندو انتها خوښو لخوا په يو جومات كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې په ضد ګن شمېر مسلمانانو بهر لارو ته راوتلو سره سخت احتجاج وكړو او دې پېښه كښې د ككړو عناصرو په ضد يۍ د سختې كارروايۍ كولو غوښتنه وكړه۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې د شاه جهانپور په چوك كوتوالي سيمه كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ دا پېښه تېره ورځ هغه مهال رامخې ته شوه كله چې په مسجد سيد شاه فخر عالم كښې هندو انتها خوښو د قرآن پاك نسخې په اور وسېزلې۔ په دې د دغې سيمې مسلمانانو د مسجد نه بهر جمع كېدو سره سخت احتجاج وكړو۔ ددې په ځواب كښې احتجاج كوؤنكو د بي جي پي لارښودو لګېدلي هورډنګ راكوزولو سره وسېزل۔ تر ماښام لويې شمېر مسلمانانو ټرېفك ودرولې وو۔ وروستو اے ډي اېم انتظاميې دوئي ته باور وركړو چې په پېښه كښې د ككړو عناصرو په ضد به سخته كارروائي كولې شي په دې مسلمانانو احتجاج ختم كړو او منشتر شول۔ بلخوا پوليس د نامعلومه كسانو په ضد د قرآن كريم د بې حرمتۍ مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي۔