حكومتونه او نړيواله ورورولي دې د خبريالانو تحفظ له ګامونه پورته كړي٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر

ملګري ملتونه ۔3 نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتوو عمومي سېكتري انتونیو ګوترېس د صحافت آزادۍ په اهميت زور راوړلو سره له حكومتونو او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې د خبريالانو تحفظ لپاره ګامونه پورته كړي۔ ده د خبريالانو په ضد جرمونو لپاره د استثنی ختمولو نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل د خبريالانو د مهم كردار باودجود د روان كال په مهال 70 نه زيات خبريالان مړه شوي دي۔ د ملګرو ملتونو مشر ووئيل د خبريالانو په ضد زياتره جرمونه لا تر دې دمه حل طلب دي او يو ريكارډ شمېر خبريالانو ته دړكې وركولې او دوي بنديوان كولې شي٬ په دوئي تشدد كولې شي۔ ده ووئيل په دې ورځ به مونږ له ميډيا وركرز ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كول وي او ريښتيا ٬ انصاف او د هر وګړي بشري حقونو لپاره به اودرېدل وي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د خبريالانو تحفظ له ګامونه پورته كړي۔