پنجاب اسمبلۍ كښې د عمران خان د مارشل لاء لګولو د بيان په معامله د غندنې قرارداد جمع كړے شو

لاهور 02 نومبر (اے پي پي) پنجاب اسمبلۍ كښې د عمران خان د مارشل لاء لګولو د بيان په معامله د غندنې قرارداد جمع كړے شوے٬قرارداد د مسلم ليګ ن غړې سميرا كومل لخوا جمع كړے شوے چې پكښې وئيلي شوي دا ايوان د پخواني وزيراعظم عمران خان لخوا د مارشل لاء د لګولو د بيان غندنه كوي٬ پاكستان كښې د جمهوريت بحالۍ لپاره سياست مدارو قربانۍ وركړي٬ د تورو …

لاهور 02 نومبر (اے پي پي) پنجاب اسمبلۍ كښې د عمران خان د مارشل لاء لګولو د بيان په معامله د غندنې قرارداد جمع كړے شوے٬قرارداد د مسلم ليګ ن غړې سميرا كومل لخوا جمع كړے شوے چې پكښې وئيلي شوي دا ايوان د پخواني وزيراعظم عمران خان لخوا د مارشل لاء د لګولو د بيان غندنه كوي٬ پاكستان كښې د جمهوريت بحالۍ لپاره سياست مدارو قربانۍ وركړي٬ د تورو تمبو شاته پاتې شوي٬ جلا وطنۍ سره سره ئې يو شمېر ستونزې برداشت كړي، په پاكستان كښې د جمهوريت تسلسل د يو شمېر پېړيو د قربانيو نتيجه ده٬ د عمران خان او د ده د پلار نيكه او كوچنيانو جمهوريت لپاره هېڅ خدمات نشته٬ په دې بيان د هېواد په سياسي لېډرشپ كښې غم او غصه لرلې شي ٬ په قرارداد كښې وفاقي حكومت څخه مطالبه شوې چې د عمران خان په ضد دې د ارټيكل 6 له مخې كاروائي وكړې شي