پېښور ۔2نومبر(اے پی پی) سوات كښې هوټل انډسټري ته د رسېدلي مالي زيان اندازه لګولو لپاره يوه بشپړه سروے جاري كړې شوې٬ د سوات سيند په غاړه د دفع 144 لاندې په هر ډول تعميرات بندېز لګولے شوے۔ د سوات سيند په غاړه به د غېر قانوني تعميرات ٬ تجاوزات او د ملبې جمع كولو په ضد اپرېشن د وړاندې څخه پېل شوے ؤ او د سوات سيند او نورو …
سوات كښې هوټل انډسټري ته د سېلاب د لاسه د رسېدلي زيان سروے جاري كرې شوه ٬ د سوات سيند غاړې ته په تعميرات د بندېز لګولو پرېكړه

مزید خبریں
پېښور ۔2نومبر(اے پی پی) سوات كښې هوټل انډسټري ته د رسېدلي مالي زيان اندازه لګولو لپاره يوه بشپړه سروے جاري كړې شوې٬ د سوات سيند په غاړه د دفع 144 لاندې په هر ډول تعميرات بندېز لګولے شوے۔ د سوات سيند په غاړه به د غېر قانوني تعميرات ٬ تجاوزات او د ملبې جمع كولو په ضد اپرېشن د وړاندې څخه پېل شوے ؤ او د سوات سيند او نورو ولو غاړو ته به په 200 فټه كښې د كوم كمرشل يا استوګنې ودانيو جوړولو اجازه نه وي۔ صوبائی حکومت رېورز اېکټ 2014 نافذ كړے خو د دې په عملي كولو كښې ناكامه پاتې راغلے چې په نتيجه كښې يۍ نه يواځې د بشري ځانونو او املاك زيان وشو بلكې دې سره ودانيو ٬ ماحوليات او ډنګرو ته هم زيات زيان رسېدلے ۔ په سوات سيند كښې راغلي سېلاب نزدې هوټلې ويجاړې كړې او 50 نورو ودانيو ته يۍ زيان رسولے ؤ ۔ د ملاكنډ كمشنر دفتر لخوا د جاري شوو شمېرو څخه دا څرګندېږي چې په کالام، بحرېن، مدېن، لنډاکی او فضاګټ كښې نزدې 30 هوټلونه كوم چې د سوات درياب په غاړه جوړ وو بېخي ويجاړ شوي او 50 نور زيانمند شوي۔ دغسې په کالام، بحرین، کبل، چارباغ، منګلوار، خوازہ خیله، مټه كښې او په مېنګوره بائي پاس 700 هوټلې په اوبو كښې ډوبې شوي چې ورسره په سوات كښې هوټل انډسټري ته زيات زيان رسېدلے دے۔ د آل سوات هوټلز اېسوسي اېشن صدر زاهد ادعا كړې چې د اوسني سېلاب د لاسه 150 هوټلونو ته يا زيان رسېدلے او يا ويجاړ شوي چې ورسره د 25 اربه روپو زيان شوے ۔ ده ووئيل نزدې د 70 اربه روپو معاشي زيان يواځې ملاكنډ ډويژن كښې سېلګرۍ سره تړلو كاروبارونو ته رسېدلے ۔ ابي وسائلو لپاره د قامي اسمبلۍ ذېلي كمېټۍ په خاص توګه په سوات كښې د سېندونو په غاړه په غېر قانوني ودانيو د اندېښنې څرګندونه كولو سره د موسمياتي بدلونونو د لاسه رامخې ته شوو چېنلجونو تر مخه نوې آبي او ماحولياتي پالېسي جوړولو له بېلو محكمو څخه سفارشات غوښتي دي۔ دا ذېلي كمېټۍ د سوات سيند ٬ اباسين او كنهار په غاړه د اوسني سېلاب او طوفاني بارانونو د لاسه د رامخې ته شوې تباهۍ څخه وروستو جوړه كړې شوې ۔ د كمېټۍ كنوينر رياض الحق وئيلي دي وفاقي حكومت په موجوده قوانين كښې بدلون او ماحولياتي مسئلو لپاره په نوې قانون سازۍ غور كوي۔ په دې معامله خپلو خبرو كښې د سوات ډپټي كمشنر جنېد خان ووئيل د اوسني سخت سېلاب نه وروستو د سوات درياب په غاړه په هر ډول ودانيو بندېز لګولے شوے۔ د ملاكنډ ډويژن كمشنر شوكت علي يوسفزئي هم د سوات درياب په غاړه په غېر قانوني ودانيو ٬ د پلاسټك په آلودګۍ او د ملبې په غورځولو د غم او غصې څرګندونه كړې ۔ کمشنر ووئيل رېورز اېکټ 2014 عملي كولو سره سره د تجاوزات او بلډنګ قوانين خلاف ورزي كوؤنكو په ضد كارروائي پېل كولو له د لوړې كچې يوه كمېټي جوړه كړې شوې ۔ ده ووئيل په سوات كښې د تجاوزات مخنيوي كمپائن پېل شوے او د دريابونو په غاړه او د اوبو په قدرتي لارو د ودانيو په جوړولو بندېز لګولے شوے۔ پاكستان تحريك انصاف ریورز اېکټ 2014 نافذ كړے خو دغه اېكټ يۍ عملي نه كړے شو۔ د صوبائي حكومت دغې ناكامۍ سره نه يواځې د بشري ځانونو زيان وشو بلكې د دې د لاسه د استوګنو ٬ ماحوليات او د ډنګرو د مرګونو په صورت هم د اربونو روپو زيان شوے









