المان حكومت به د غوره ميونسپل سروسز په لړ كښې د پېښور ځائي حكومت سره بشپړه مرسته كوي٬ الماني سفير الفرډ ګريناس

پېښور ۔2نومبر (اے پی پی) پاكستان كښې د المان سفير الفرډ ګريناس د پېښور بیوټیفیکیشن منصوبو ٬ د معذوره وګړو مرستې او د منشيات بحالۍ مركزونو په شمول د فضائي آلودګۍ ختمولو او ټرېفك منېجمنټ سره سره د پېښور اولس غوره میونسپل سروسز په لړ كښې د پېښور ځائي حكومت ته د بشپړه مرستې باور وركړې دې۔ دا خبره د المان سيفر د پېښور ميئر حاجي زبېر علي سره ملاقات …

پېښور ۔2نومبر (اے پی پی) پاكستان كښې د المان سفير الفرډ ګريناس د پېښور بیوټیفیکیشن منصوبو ٬ د معذوره وګړو مرستې او د منشيات بحالۍ مركزونو په شمول د فضائي آلودګۍ ختمولو او ټرېفك منېجمنټ سره سره د پېښور اولس غوره میونسپل سروسز په لړ كښې د پېښور ځائي حكومت ته د بشپړه مرستې باور وركړې دې۔ دا خبره د المان سيفر د پېښور ميئر حاجي زبېر علي سره ملاقات كښې وكړه۔ الماني سفير ووئيل ماته چې پاكستان ته په راتلو كومه خوشحالي شوې او په پېښور كښې ما سره د كومې مينې څرګندونه شوې دا زه هېرولې نه شم۔ ده ووئيل د پاك المان ملګرتيا د 71 كالو نه زيات شوي دي او مونږ په دې كښې خوښي لرؤ چې دا اړيكې لا ښې كړې شي۔ په دې لړ كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ، روغتيا او د لوكل ګورنمنټ سسټم په څانګو كښې په ګډه كار كول وي دغسې چې د يو بل د تجربو څخه ګټې پورته كړې شي او د دې مېوې اولس ته ورسي۔ په دې موقعه د پېښور ميئر خپل خطاب كښې ووئيل د میونسپل سروسز حوالې سره به په خاص توګه د المان حكومت سره تجربې ګډولو سره استفاده كولې شي او د ټرېفك نظام ښه كولو ٬ د سكولونو اپ ګرېډېشن ٬ د عصري ټېكنالوجۍ كارولو او د فضائي آلودګۍ ختمولو په شمول په نورو مهمو څانګو كښې په ګډه كار كولې شي۔ وروستو ميئر حاجي زبېر علي ٬ حاجي غلام علي ٬تحصيل چيئرمېنانو ٬ سمال چېمبر آف کامرس او کاروباری تنظیمونو سره تعلق لرونكو بېلو پلاويو الماني سفير ته روايتي كله ٬ چترالۍ ټوپۍ ٬ روايتي شال او نورې ډالۍ وركړې۔