بیجنګ۔2نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف به نن (د شورؤ ورځ) په بيجينګ كښې يوه مصروفه ورځ تېره كړي۔ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به په چين كښې د صدر شي جين پينګ او وزيراعظم لي كي كيچيانګ سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔ د دې نه علاوه وزیراعظم به د چینایي سرمایه کارانو او پاکستاني تاجرانو سره هم ملاقاتونه کوي۔ د …
وزيراعظم به نن بيجنګ كښې يوه مصروفه ورځ تېروي٬ د چين صدر او خپل چينائي همڅنګ سره به ملاقاتونه كوي

مزید خبریں
بیجنګ۔2نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف به نن (د شورؤ ورځ) په بيجينګ كښې يوه مصروفه ورځ تېره كړي۔ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به په چين كښې د صدر شي جين پينګ او وزيراعظم لي كي كيچيانګ سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔ د دې نه علاوه وزیراعظم به د چینایي سرمایه کارانو او پاکستاني تاجرانو سره هم ملاقاتونه کوي۔ د وزيراعظم د دورې په مهال به د سي پېك په شمول د پاكستان او چين ترمېنځه څو اړخيزه مرستې لا زياتولو لپاره خبرې اترې كولې شي۔ د وزيراعظم دا دوه ورځنۍ سركاري دوره د وزارت عظمی منصب سنباللو څخه وروستو د چين اولنۍ دوره ده۔ په وفاقي وزيرانو ٬ خصوصي مرستيالانو او اعلی چارواكو مشتمل يو پلاوې هم وزيراعظم سره دے۔










