افغانستان، ټرافكي پېښه ٬ 7 كسان مړه ، 9 ژوبل

كابل 30 اكتوبر (اے پي پي) د افغانستان مينځنۍ صوبے دائي كنډي كښې يو مني بس ژوري كندي ته پريوتې چې په نتيجه كښې ئې 7 كسان مړه او 9 ژوبل شوې دي۔د چين خبررسني ادارې له مخې دائي كنډي پوليس وياند ميډيا ته ووئيل دا پېښه د ضلع غريزه سيمه كښې د شپې هغه مهال رامخې ته شوي كله چې يو مني بس ژوري كندي ته پريوتو ، د پېښي په نتيجه كښې د يوې ميرمن پشمول 7 مسافر په ټكي مړه شوې دي۔ده ووئيل ځائې وګړو او پوليس مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې دي چرته چې د ژوبل كسانو ابتدائي طبي مرستي نه پس كور ته لېږلې شوي۔