منيلا 29 اكتوبر (اے پي پي) فلپائن كښې د سمندري طوفان ’’نلګے ‘‘ له امله د مړو شميره 72 ته رسيدلې دغسې 14 كسان تر اوسه بے دركه دي۔ د چين خبررسني ادارې له مخې نېشنل ډيزاسټر رسك ريډكشن اينډ منيجمنټ كونسل وياند رافيليټو اليجينډرو ووئيل زياتره كسان جنوبي فلپائن ماګوئندانو صوبه كښې مړه شوې دي۔ده ووئيل نلګا سږ كال د فلپائن سره جنګيدونكې 16م طوفان دې او د دې له امله په يو ساعت كښې 160 كلوميټره رفتار سره سيلۍ چلېږي۔ده ووئيل قامي موسميات بيورو وئيلي نلګا په يو ساعت كښې 30 كلوميټره رفتار سره شمال مغرب پلو مخ په وړاندې روان دې او د دې په شدت كښې د لا تندوالي اندېښنه ده۔