رام الله 28 اکتوبر (اے پي پي) د فلسطين صدر محمود عباس به راروانه اوونۍ كښې د عرب ليګ مشرانو په غونډه كښې ګډون كوي۔د چين خبر رسني ادارې له مخې د فلسطين صدر محمود عباس اعلان کړې دې چې په 01 نومبر به په الجزائر كښې كيدونكي د عرب ليګ 31مي غونډه كښې ګډون كوم۔د فلسطين سركاري خبر رسني ايجنسۍ اطلاع كړې چې د صدر دا اعلان د مفتي اعظم شيخ محمد حسين سره لويديزي غاړې رام الله ښار كښې د يو ملاقات په مهال كړې۔ملاقات په مهال هغه وئيلي چې د بيت المقدس او د فلسطين وګړو د ستونزو غږ به د مشرانو په غونډه كښې عرب لارښودو ته رسوم۔بل خوا د فلسطين چارواكو د عرب مشرانو په غونډه كښې مسجد اقصيٰ كښې د اسرائيلي اقدامات مقابله کولو او هلته وګړو له مادي او اخلاقي مرستي وركولو لپاره د پريكړي وړ پوزيشن اخستلو غوښتنه كړي۔