په 27م اکتوبر كال 1947 د هندي پوځ لخوا په مقبوضه جمو و كشمير د كړې قبضې په ضد احتجاج

مظفرآباد 27 اکتوبر (اے پي پي) په 27م اکتوبر كال 1947 د هندي پوځ په ضد په مقبوضه جمو و كشمير د قبضې په ضد د جمو و كشمير د پاسبان حريت تر سېوري لاندې په مظفر آباد كښې احتجاج شوے چې پكښې د هند په ضد او آزادۍ لپاره نعرې ولې شوي ٬ مظاهرچيانو د هند په ضد لاريون وكړو او د ملګرو ملتونو مبصرينو ته ئې د هند …

مظفرآباد 27 اکتوبر (اے پي پي) په 27م اکتوبر كال 1947 د هندي پوځ په ضد په مقبوضه جمو و كشمير د قبضې په ضد د جمو و كشمير د پاسبان حريت تر سېوري لاندې په مظفر آباد كښې احتجاج شوے چې پكښې د هند په ضد او آزادۍ لپاره نعرې ولې شوي ٬ مظاهرچيانو د هند په ضد لاريون وكړو او د ملګرو ملتونو مبصرينو ته ئې د هند قبضې په ضد قرارداد وړاندې كړو۔ د تورې ورځې په موقع په برهان واني شهيد چوك كښې احتجاج وشو چې پكښې د سلګونو په شمېر وګړو ګډون كولو۔ په دې موقع احتجاج كوٶنكو د لاسونو زنځير جوړ كړے ؤ او په سرونو او مټو ئې تورې پټۍ تړلې وې٬ مظاهرچيانو بېنرز او كتبې پورته كړې وې چې پرې د كال 1947 د نننۍ ورځې د هند قبضې په ضد د غندنې جملې ليك وې