پېښور 27 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰي محمود خان په مشرۍ كښې د كشمير تورې ورځ په موقع د لاريون تابيا شوې ٬ چې پكښې مظاهرچيانو بېنرز او پلے كارډز پورته كړي وٶ٬ ګډون كوونكو په بې ګناه كشميريانو د ظلم او جبر په ضد نعرې وهلې ٬ په لاريون كښې د صوبائي كابينې غړو٬ د اسمبلۍ غړو نه علاوه سركاري چارواكو او سماجي شخصيات هم ګډون كولو …
د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰي محمود خان په مشرۍ كښې د كشمير تورې ورځ په موقع لاريون

مزید خبریں
پېښور 27 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰي محمود خان په مشرۍ كښې د كشمير تورې ورځ په موقع د لاريون تابيا شوې ٬ چې پكښې مظاهرچيانو بېنرز او پلے كارډز پورته كړي وٶ٬ ګډون كوونكو په بې ګناه كشميريانو د ظلم او جبر په ضد نعرې وهلې ٬ په لاريون كښې د صوبائي كابينې غړو٬ د اسمبلۍ غړو نه علاوه سركاري چارواكو او سماجي شخصيات هم ګډون كولو ۔ په دې موقع وزيراعلٰې محمود خان ووئيل 27م اكتوبر كال 1947 د انساني تاريخي يوه توره ورځ وه كله چې د هند قابض ځواكونه په بې ګناه كشميريانو د ظلم او جبر د لارې په جمو و كشمير قبضې لپاره سري نګر ته داخل شول او د ھغې ورځ نه تر اوسه په كشميريانو ظلم او جبر ختم نه شو۔ ده ووئيل د كشميريانو د آزادۍ هلې ځلې غلې كولو لپاره هند هره ورځ نوې حربې استعمالوي او د تېرو دريو كالو څخه چې د كوم يو اړخيزه او غېر قانوني اقدام د لارې هند د كشميريانو محاصره كړې ٬ نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو ادارو لپاره دا د فكر لمحه ده۔ ده ووئيل د مظلومو كشميريانو د آزادۍ سوله ايز تحريك د بشري حقونو لپاره لازواله هلې ځلې او يو مثال دے كوم چې په هېڅ صورت د ښپو لاندې كېدے نشي۔ محمود خان ووئيل صوبائي حكومت او اولس د خپلو كشميريانو وروڼو تر څنګ ولاړ دي او د دوي د آزادۍ د هلو ځلو به ملاتړ روان ساتي









