پېښور 27 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا لنډمهاله ګورنر مشتاق احمد غني وئيلي دي چې جمو او کشمير كښې د هند زيات شوي ظلمونه د سيمي امن لپاره خطر دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كشمير توري ورځ په موقع د کشميريانو لپاره خپل يو پيغام كښې كړي۔ده ووئيل په 27 اکتوبر1947هند د طاقت په زور په جمو او کشمير قبضه کړې او په كشميريانو ئې تشدد كړې …
جمو او کشمير كښې هند زيات شوې ظلمونه د سيمي امن لپاره خطر دې د خېبر پښتونخوا لنډمهاله ګورنر
پېښور 27 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا لنډمهاله ګورنر مشتاق احمد غني وئيلي دي چې جمو او کشمير كښې د هند زيات شوي ظلمونه د سيمي امن لپاره خطر دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كشمير توري ورځ په موقع د کشميريانو لپاره خپل يو پيغام كښې كړي۔ده ووئيل په 27 اکتوبر1947هند د طاقت په زور په جمو او کشمير قبضه کړې او په كشميريانو ئې تشدد كړې خو څو لسيزي پس اوس هم په مظلوم کشميريانو د د هند د ظلم سلسله ختم شوې نه ده۔ده ووئيل هند د خپل ظلمونو د لارې كشميريان د خپلواكۍ خپل حق او آزادۍ هلو ځلو څخه لاس په شا كولې نشي۔د خېبر پښتونخوا لنډمهاله ګورنر ووئيل پاکستانيان د هندي ظلمونو په ضد د وړومبۍ ورځ څخه د كشميريانو سره ولاړ دي او ولاړ به وي او پاکستان به عمر له په هر محاذ د کشميريانو اخلاقي او سفارتي حمايت روان ساتي۔











