هند په مقبوضه جمو و كشمير كښې خپل ظلمونه لا زياتوي ۔ سردار تنوير الياس

مظفر آباد26اکتوبر (اے پي پي)د آزاد جمو كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس خان وئېلي دي په 27 اكتوبر 1947 هند اخلاقي او نړيوال اصول د پښو لاندې كولو سره كشمير ته خپل پوځونه داخل كړي وو او د ظلمونو سلسله يې شروع كړی وه چې پكښې پرله پسې زياتوالے روان دے ٬ ده ووئېل هند كشمير خپل ځان سره د تړلو لپاره د ظلمونو بېلې ظريقې استعمالوي ۔ده د تورې …

مظفر آباد26اکتوبر (اے پي پي)د آزاد جمو كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس خان وئېلي دي په 27 اكتوبر 1947 هند اخلاقي او نړيوال اصول د پښو لاندې كولو سره كشمير ته خپل پوځونه داخل كړي وو او د ظلمونو سلسله يې شروع كړی وه چې پكښې پرله پسې زياتوالے روان دے ٬ ده ووئېل هند كشمير خپل ځان سره د تړلو لپاره د ظلمونو بېلې ظريقې استعمالوي ۔ده د تورې ورځې په موقع په خپل خاص پېغام كښې ووئېل د وچې نيمې د تقسيم نه وړاندې د هند مشرانو سترګې د وسائلو نه ډكې د جمو كشمير منطقې ته ګرځولې وې او هغوي د كشمير د مهاراجه د لارې په جبر هند سره د تړلو هڅه كړې كومه چې كشميري اولس كله هم نه ده تسليم كړې۔ ده ووئېل په نننۍ توره ورځ كشميريانو خوئېندو وروڼو ته باور وركوم چې ستاسو دې هلو ځلو له به د آزاد كشمير ٬ د پاكستان حكومتونه او اولس خپل غېر متزلزل اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔