افغانستان ٬ 446 ځوانان په نېشنل پوليس فورس كښې شامل كړے شول

کابل ۔26اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان په ختيز ولايت ننګرهار كښې د تربيې كورس بشپړولو نه وروستو 446 ځوانان په نېشنل پوليس فورس كښې شامل كړے شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د تربیتی مرکز قومندان قاري رحمت الله د شورؤ په ورځ ووئيل پوليس اهلكارو ته د تربيې 6 اوونيز كورس ښودلے شوے۔ ده ووئيل نوې فارغ شوي پوليس اهلكار به د ختيز ولايت ننګرهار ، لغمان، کنړ او نورستان پولیس كښې تعينات كولې شي۔ د داخله وزارت امين جان فتح الله وئيلي دي د تېر كال اګست مياشتې څخه وروستو د ګرد هېواد د پوليس تربيې په 10 مركزونو كښې 50 زره نه زيات پوليس اهلكارو فراغت ترلاسه كړے دے۔