خرطوم۔26 اکتوبر(اے پی پی) د سوډان په بليو نيل سيمه كښې د قبائلي شخړو په ضد د احتجاج په مهال 230 كسان مړه شوي۔ د امريكا د ابلاغ ذريعو د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر لخوا د جاري كړي بيان تر مخه وئيلي دي په نښتو كښې نزدې 230 كسان مړه او 572 نور ژوبل شوي۔ دا خبره دې ياده وي په بليو نيل كښې د روان كال جولائي نه تر دې دمه 70 زره نه زيات كسان بې كوره شوي۔ بلخوا د سوډان د روغتيا وزارت د هوسا او هېمېك قبيلو ترمينځه په نښتو كښې د 109 كسانو د مرګ تصديق كړے دے۔