چين د پاكستان سېلاب ځپليو لپاره د مرستې نوې كھېپ روان كړو

بیجنګ ۔26اکتوبر(اے پی پی) چين د پاكستان سېلاب ځپليو لپاره د مرستې نوے كھېپ روان كړے۔ چائنا اکنامک نېټ (سی ای اېن) په خپل رپورټ كښې وئيلي دي د چين ریډ کراس سوسائټی ګوانګشی برانچ لخوا د 3 لكه آر اېم بي ماليت ډالۍ كړے شوے د مرستې سامان د پاكستان سېلاب ځپليو لپاره روان كړے شوے ٬ كوم به چې د سمندر د لارې كراچۍ ته رارسيږي ۔ په كھېپ كښې 4 زره 286 کمبلې شاملې دي۔ په دې موقع دستورې ته خطاب كښې د رېډ كراس سوسائتي آف چائنا ګوانګ شي برانچ اېګزېكټو وائس چيئرمېن وانګ لي سېلاب ځپليو سره خواخوږي ښكاره كړه۔په چين كښې د پاكستان سفارت ډپټی هېډ آف مشن احمد فاروق په دستوره كښې آن لائن ګډون وكړو او د ګوانګ شي د اولس مننه يۍ وكړه۔ دا مرسته به رارسېدو سره نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی آف پاکستان (اېن ډی اېم اے) ترلاسه كوي