اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) امريکې، جاپان او سوئيلي کوريا شمالي کوريا ته سخت خبردارے وركولو سره وئيلي دي كه شمالي كوريا خپله اوومه اتومي تجربه وكړه نو دوي به د دغې غېر معمولي مضمراتو سره مخ كېږي۔ د غېر ملکي خبر رسنې ادارې له مخې امريکې او د اتحاديانو دا خيال دے چې شمالي كوريا د اتومي بم تجربه كولې شي۔ امريکې او سيمه ايزو اتحاديانو د شورو په ورځ يو ځل بيا دا اندېښنې څرګندې كړې چې شمالي کوريا د كال 2017 نه پس وړومبي ځل د اتومي بم تجربه كولې شي او دا به د دوي اوومه تجربه وي