پېښور۔ 26 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم صلاحكار او د پاكستان مسلم ليګ نون خېبر پختونخوا صدر امير مقام وئيلي دي چې عمران نيازي په اولنو درې نيمو كالو كښې معيشت ته زيان ورسولو او اوس د لانګ مارچ اعلان كولو سره په هېواد كښې اړې ګړې خپرول غواړي۔ ميډيا لپاره په جاري كړې شوي بيان كښې ده ووئيل په دې وروستيو كښې الېكشن كمېشن دے نااهل ګرځولے۔ ده ووئيل …
عمران نيازي په درې نيم كاله كښې معيشت ته زيان ورسولو٬ امير مقام

مزید خبریں
پېښور۔ 26 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم صلاحكار او د پاكستان مسلم ليګ نون خېبر پختونخوا صدر امير مقام وئيلي دي چې عمران نيازي په اولنو درې نيمو كالو كښې معيشت ته زيان ورسولو او اوس د لانګ مارچ اعلان كولو سره په هېواد كښې اړې ګړې خپرول غواړي۔ ميډيا لپاره په جاري كړې شوي بيان كښې ده ووئيل په دې وروستيو كښې الېكشن كمېشن دے نااهل ګرځولے۔ ده ووئيل عمران نيازي دې د يرې ترهې خپرولو د لارې هېواد عدم استحكام سره مخ كولو څخه ډډه وكړي۔ ده ووئيل موجوده حكومت د معيشت مستحكم كولو او اولس ته د زيات نه زيات ريليف وركولو په پالېسيو كار كوي۔ ده ووئيل عمران خان دې ټول ټاكنو لپاره د حكومتي مودې ترسره كېدو انتظار وكړي.









